چهارشنبه,۲۳ لړم ۱۴۰۳
روغتیا

هلمند کې په لومړي ځل د انساني درملو جوړولو فابریکې فعالیت پیل کړو

هلمند کې په لومړي ځل د انساني درملو جوړولو فابریکې فعالیت پیل کړو
  • Publishedلړم ۳, ۱۴۰۳

پنج شنبه,۳ لړم ۱۴۰۳

خبریال: غوث علي شاه « سادات »

د هلمند ولایت ځایي مسؤلین وایي؛ چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه د سردار ګل محمد خان په نوم صنعتي پارک کې د ډایمند بست جهاني فارما « د انساني درملو جوړولو» فابریکې فعالیت پیل کړو.

د دغه فابریکې مسؤل سید ولي جهاني په دې تړاو وایي؛ چې په یاده فابریکه کې ٣٠ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې، چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په کې ٢٢٠ کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.

په دې اړه د جوړو شوو مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې رییس ښاغلي ښتون وویل؛ چې په هېواد د دویم ځل لپاره د اسلامي امارت د واک ټنیګښت راهیسې د بشپړ او سرتاسري امنیت ټینګښت سره داخلي او بهرنیو مرستندویه موسیسو، بسټونو، صنعت کارانو، سوداګرو او پانګوالو ته د سوداګرۍ او پانګونې لپاره غوره زمینه برابره شوې او له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتنه کوي، چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د یادې فابریکې د پرانستې مراسمو کې دیني عالم عبدالحنان؛ صنعت د یو هېواد د پېشرفت او پرمختګ لپاره اساس او بنیاد یاد کړي، د هغه په خبره د هېواد د پرمختګ او پېشرفت لپاره صنعت او تجارت اړین او لازمي دی.

ورته وخت  د یادې فابریکې دوه تنه کارکوونکو سلیم الله او عبدالواسع؛ د دغه فابریکي په فعالیت خوښي څرګندوي او زیاتوي، چې له دې لارې به خپلو هېوادولو ته د خپله وسه خدمات وړاندې کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو په ټول هېواد د دویم ځل لپاره د اسلامي امارت د واک ټینګښت راهیسې یو شمېر له کاره لوېدلې فابرېکې بیارغول شوي او ځینې یي د سره جوړې شوې هم دي.

Written By
Editor