نړۍ کې د ګوزڼ ضد نوی اغیزناک واکسین پیلیږي

ساینسپوهانو د ګوزڼ یا پولیو ضد داسې نوی واکسین جوړ کړی چې تر پخواني به یې اغېزمنتیا ډېره وي.
دا واکسین د بریتانوي او امریکايي ساینسپوهانو لخوا جوړ شوی او وايي تمه لري د نړۍ په یوازې دوو هېوادونو، افغانستان او پاکستان کې ګوزڼ ناروغي بېخي ختمه کړي.
ساینسپوهانو نوی واکسین ته داسې خاصیت ورکړی چې د پولیو ویروس پرېنږدي لا خطرناک شي او انسان فلج کړي.
دغه واکسین چې د اوسني ګوزڼ واکسین په شان د څاڅکو په ډول تطبیقېږي، کمزوري کړای شوي پولیو مکروبونه لري، او د جینیتکي بیاجوړونې په مرسته مکروب مهار کوي او په کمزوري حالت کې یې ساتي.
ګوزڼ یا پولیو د انسان عصبي سیستم ته ځان رسوي او د فلج کېدو لامل ګرځي. له ۱۹۸۰ کلونو راپدېخوا ۹۹ سلنه ښه والی راغلی او شل میلیونه داسې خلک چې نن به فلج ول، د واکسین له برکته روغ رمټ ګرځي.