دوشنبه,۲۲ غویی ۱۴۰۴
افغانستان

ننګرهار کې ملي سوداګرو څه د پاسه ۲ ميلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسليک شول.

ننګرهار کې ملي سوداګرو څه د پاسه ۲ ميلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسليک شول.
  • Publishedلړم ۹, ۱۴۰۳

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان ځنځیروي ارزښت پروګرام له لوري د ختیځ زون په کچه د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو تولیدوونکو اوسوداګرو ترمنځ د ۲ میلیونه، ۷۲۲ زره او ۵۴۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د پېر او پلور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په یاد پروګرام کې د ننګرهار ولایت سربېره د کابل، لغمان او کونړ ولایتونو ۳۳ سوداګرو او ۳۸ مخکښو بزګرانو ګډون کړي وو، چې خپل تولید کړي محصولات او پروسس شوي توکې یۍ ننداري ته ایښې وو.

د مسؤلینو په خبره د دغه پروګرام موخه د کاروباریانو او بزګرانو ترمنځ همغږي او تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کول دي.

Written By
Editor