شنبه,۲۴ غبرګولى ۱۴۰۴
افغانستان

ننګرهار کې روغتیايي مرکزونو ته طبي او غیر طبي وسایل ورکړل شو

ننګرهار کې روغتیايي مرکزونو ته طبي او غیر طبي وسایل ورکړل شو
  • Publishedسلواغه ۱۸, ۱۴۰۳

 د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي: چې په دې ولایت کې ۶۰ روغتیايي مرکزونو ته ۴۸ قلمه طبي او غیري طبي وسایل وسپارل شوو.

په دې اړه د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس مولوي آمین الله شریف وویل: چې په دې وسایلو کې د بستر چپرکټونه، ولادي میزونه، المارۍ، چوکۍ او نور اړین توکي شامل دي.

ښاغلي شریف زیاته کړه، چې یاد وسایل د جک مؤسسې له لوري دغه ریاست ته سپارل شوي وو.

هغه دا هم وویل: چې په نږدې راتلونکو میاشتو کې به د دغه ولایت یو شمېر نورو روغتیایي مرکزونو ته هم ورته وسایل ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د دې وړاندې هم د هېواد په جلا جلا ولایتونو کې د مرستندویه او خیریه مؤسسو، بنسټونو او اسلامي امارت لخوا  روغتیايي مرکزونو ته اړین وسایل او تجهزات ورکړل شوي دي او همدارنګه ځینې روغتیايی مرکزونو ته د سره « نوي» ودانۍ هم جوړ شوي او بیارغول شوې دي.

Written By
Editor