میدان وردګ کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړ شوي

د میدان وردګ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤلین وایي؛ چې روان کال د دې ولایت په جلا جلا سیمو کې ۲۵ ټیلفونې سایټونه جوړ شوي چې اوسمهال یي پر مټ ۹۰سلنه کسان له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي.
په دې تړاو د میدان وردګ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس قاري نور آغا مصعب وایي:« چې روان ۱۴۰۳ کال کې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار، بهسودو او جلرېز ولسوالیو کې د سلام ، افغان ټليکام، اتصالات او افغان بيسيم مخابراتي شرکتونو ۲۵ نوي سايټونه د ټليفوني اړيکو نيولو لپاره جوړ کړي، چې اوس مهال ۹۰ سلنه خلکو تلیفوني خدماتو ته لاس رسی پیدا کړی دی.
نوموړي وویل، چې ۱۴ سايټونه یې د اړوند مخابراتي شبکو په مرسته 4G او 3G بڼې ته بدل کړي، چې ډېری خلک د انټرنېټ له خدمتونو خوښ دي.»
د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د مسؤلینو په خبره، په دې موخه چې په دې ولایت کې د انټرنیټي خدمتونو په برخه کې لا آسانتیاوې رامنځته شي او راتلوونکي کې ۱۰۰ سلنه خلک د ټیلفوني او انټرنېټي خدماتو څخه برخمن شي، د دغه ولایت په جلا جلا ولسوالیو کې د ۱۶ نورو سایټونو د جوړنې پلان هم لري.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد د اسلامي امارت د دویم ځل لپاره د واک ټینګښت راهيسې د هېواد په جلا جلا ولایتونو کې يي ګڼ شمېر سایټونه فعال شوي دي، چې اوسمهال یي پر مټ ګڼ شمېر کې کسان له مخابراتي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي.