مولوي نور جلال جلالي: روغتیايي خدمات به د ولسونو اړتیاوو لپاره عیار کړو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له مرستیال ډاکټر مایک ریان او له جینوا راغلي پلاوي سره د روغتیايي سیسټم پراختیا، د پولیو د لمنځه وړلو، او د ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په کتنه کې د لرې پرتو سیمو لپاره د خدماتو پراختیا او د پولیو لابراتوار د ظرفیت لوړولو په اړه هر اړخیز بحث شوی.
مولوي جلالي ټینګار کړی چې روغتیايي خدمات باید د خلکو اړتیاوو ته په سمه توګه ځواب ویونکي وي.