ملګري ملتونه: وروستیو ناورینونو نړۍ کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات کړی
تېره ورځ (د جون دولسمه) له شاقه کارونو څخه د ماشومانو خوندیتوب نړېوال ورځ وه چې سږ کال ملګرو ملتونو ‘ټولنیز عدالت د ټولو لپاره، د ماشومانو شاقه کارونه پای ته ورسوی’ تر سرلیک لاندې نمانځلې ده.
ملګري ملتونه وایي که څه هم نړۍ کې د کارګرو ماشومانو په شمېر کې کموالی راغلی خو د کورونا وبا، جګړو او نورو ناورینونو له امله د کورنیو اقتصادي وضعیت خراب شوی او ماشومان اړ شوي چې شاقه کارونو ته مخه کړي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د کارګرو ماشومانو شمېر پکې ډېر دی.
دلته نه یوازې دا چې ماشومانو ښوونځیو ته نه ځي بلکې د خپلو کورنیو لپاره د نفقې ګټلو په موخه یې داسې کارونو ته مخه کړې چې د دوی تر وسه ډېره پورته دي.
هېواد کې د ننه د کارګرو او هغو ماشومانو شمېر چې د کورنیو سرپرستي ور په غاړې ده په تېرو شلونو کلونو کې ځکه زیات شوی دی چې جګړې تر پلرونه اخیستي دي.
د کارو او ټولنیزو چارو وزارت وایي هڅه کوي کارګرو ماشومانو ته خوندي کارونه پیدا کړي او یا یې له خطره ډکو کارونو څخه وژغوري.