ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان له مسؤلینو سره کتنه کړې

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مسؤلین وایي: چې د دې ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د خوړو نړیوال سازمان له مسؤلینو سره کتنه کړې ده.
په یاده کتنه کې ملا نورالدین ترابي د WFP پلاوي ته د ښه راغلاست وروسته ویلي: WFP سازمان تل افغان ولس ته بشري مرستي رسولي دي، چې موږ ور څخه ځانګړې مننه کوو او تل هڅه کوو چې بیلابیلو سازمانونو او موسسو ته په هره برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړو او په دې برخه کې موږ ډیر کار کړی دی.
ښاعلی ترابي زیاتوي، موږ هغه سیمې په نښه کړي، چې خلک د خطر ویره ځیني لري او هغه سیمې چې زموږ سره په ډیټابیس کې ثبت دي استنادي دیوالونو او بېلابېلو پروژه ته اړتیا لري.
ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان سرپرستې رییسې د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې له رییس ملا نور الدین ترابي څخه له دې امله مننه کړې، چې په اړونده برخه کې یي تل خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي او لاهم د خلکو د خدمتونو لپاره هڅې کوي.
د هغه په خبره، موږ او تاسو به په ګډه کار کوو او خلکو ته به په بېلابېلو برخو کې غوره خدمتونه وړاندې کوو، ترڅو زیانمنې کورنۍ پر وخت د مرستو څخه برخمنې شي او اساسي کارونه ورته وشي.