پنج شنبه,۱۵ ليندۍ ۱۴۰۳
دولت او سیاست

ملا عبدالغني برادر: په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچې کمول اسلامي امارت خپل مسوولیت او لومړیتوب ګڼي

ملا عبدالغني برادر: په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچې کمول اسلامي امارت خپل مسوولیت او لومړیتوب ګڼي
  • Publishedلړم ۲۳, ۱۴۰۳

چهارشنبه,۲۳ لړم ۱۴۰۳

خبریال: خالد ډګر

نوموړی چې د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال دی، یادې څرګندونې یې نن چهارشنبه د افغانستان بانک له لوري د ( کوچنیو تمویلونو ملي کنفرانس، فرصتونو او ننګونې ترسرلیک لاندې د پانګونې د تشویق او د کارونو د رامنځته کولو په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې کړي دي.

په دغه کنفرانس کې د ملا عبدالغني برادر ترڅنګ د کابینې یو شمېر غړو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړیوال بانک استازو، د هېوادونو سفیرانو، د نړیوالو او کورنیو موسسو مسوولینو او ځينو ملي پانګوالو او سوداګرو هم ګډون کړی وو.

اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په یاده غونډه کې وویل، دا چې د وړو تمویلونو سکټور څخه ګټه اخیستونکي عام بې وزله خلک او بزګران دي نو د دوی د لاسنیوي لپاره باید اسلامي امارت او نړیوال په ګډه کار وکړي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچې کمول اسلامي امارت خپل مسوولیت او لومړیتوب ګڼي، د براد په خبره، اوس مهال په ټول هېواد کې سراسري امنیت دی نو په کار ده چې د کوچنیو تمویلونو سکټور له لارې له عامو خلکو سره مرستې وشي او ترڅنګ یې ورته د کارو بار زمینه برابره شي.

د دې ترڅنګ ملا عبدالغني برادر وویل، د کوچنیو تمویلونو ملاتړ او ورسره ګډ کار کول ځکه ډېر مهم دي، چې د عامو او بې وزلو خلکو له ژوند سره تړاو لري او د یاد سکټور له لارې له بزګرانو، عامو او بې وزله خلکو سره مرسته کېږي او ترڅنګ یې ورته د کار زمینه هم برابرېږي، چې له دې سره د بېوزلۍ، بې کارۍ کچه ټیټېږي، چې په پایله کې یې د اقتصادي ودې او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا سبب ګرځي.

په ورته وخت کې نوموړي پر نړیوالو ټولنې، تمویلوونکو ادارو او په شتمنو افغانانو غږ وکړ، ترڅو د وړو تمویلونو د ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت سره مرسته او همکاري وکړي.

Written By
Editor