مجیب الرحمان د شپږو میاشتو وروسته د افغانستان ملي لوبډلې ته راګرځېدلی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچوونکی، مجیب الرحمان، د شپږو میاشتو وروسته په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره برخه اخلي.
مجیب د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې ژوبل شوی و، چې یوازې یوه لوبه یې ترسره کړه.
هغه د ګوتې ژوبلېدو له امله جراحۍ ته اړتیا درلوده.
اوس مهال مجیب د T-10 سیالیو کې د اجمان بولټس لوبډلې لپاره لوبه کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت د زمبابوې پر وړاندې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټیسټ لوبې ترسره کوي، چې لومړۍ شل اوریزه لوبه د ډسمبر په ۱۱ نېټه ترسره کیږي.