قطر افغانستان کې یو شمېر فرهنګي او تاریخي آبداتو رغونې ته لېوالتیا ښودلې
خبریال: غوث علي شاه
د افغانستان اسلامی امارت اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي، په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردیف القشوتي سره په کتنه کې د تېرو څه باندې درېیو کلونو په جریان کې د افغانستان د فرهنګي او تاریخي بنسټونو د پیاوړتیا او انکشاف اړوند برخو کې د ګڼو لاسته راوړنو یادونه کړې.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي؛ چې په دغه کتنه کې د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي ویلي؛ چې افغانستان د تاریخي او هنري آثارو له اړخه یوغني هېواد دی او د اسلامي معمارۍ، خطاطۍ، میناتورۍ، موزیمونو او نورو فرهنګي برخو نورو هېوادونو سره د تحقیق او ګډو نندارتونو په برخو کې تفاهم او ګډ کار ته چمتووالی لري.
ورته وخت د قطر سفارت سلاکار ویلي: « موږ د افغانستان د خلکو او نظام په پرمختګ، ځان بساينې او لاسته راوړنو ډېر خوشحالېږو او په ځانګړي ډول د فرهنګي او هنري ارزښتنو په ساتنه او رغونه کې ونډه اخیستل خپل دیني او انساني مکلفیت بولو.
د هغه په خبره، هېواد یې چمتو دی چې د یو دوه اړخيز هوکړه لیک په رڼا کې د افغانستان د ګڼو فرهنګي او تاریخي آبداتو او مرکزونو په تقویت او بیارغونه کې مهم نقش ولوبوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې وړاندې هم یو شمېر بهرنیو هېوادونو افغانستان کې په د تاریخي آبداتو سربېره مختلفو برخو کې بیارغونې ته لېوالتیا ښودلې ده.