فراه له مرکزي زندان څخه ۵۰ زندانيان خوشې شول

د فراه ولایت د مرکزي زندان مسؤلین وایي: چې د دې ولایت له مرکزي زندان څخه ۵۰ کسه بندیان آزاد او د ۴۵ نورو د بند موده کمه شوه.
په تړاو د دې ولایت د مرافعې محکمې د دیوان جزا رئیس مفتي محمد اسماعیل منصور وویل: چې د ا.ا د مشرتابه عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس، د سترې محکمې د مکتوب پر بنسټ په یاد کې ولایت کې ۵۰ بندیان آزاد او د ۴۵ نورو بندیانو د بند موده راکمه شوه، چې په کې ۴۸ تنه نارينه او ۲ مېرمنې هم شتون لري.
ورته وخت کې آزاد شوو بندیانو د بند څخه د خوشې کېدو او د علیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا د صادر کړي فرمان په پلي کېدو خوښې څرګنده کړه.
د یادونې ده، چې د دې وړاندې هم د هېواد په جلا جلا ولایتونو کې د اړوندو زندانونو څخه ګڼ شمېر بندیان آزاد شوي او د ځینو نورو د بند موده راکمه شوې ده.