سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
نړیوال خبرونه

غزه کې د اسراییلي ځواکونو بریدونو له کبله د مرګ‌ ژوبلې شمېر د ډیروالي په حال کې دی

غزه کې د اسراییلي ځواکونو بریدونو له کبله د مرګ‌ ژوبلې شمېر د ډیروالي په حال کې دی
  • Publishedمرغومی ۲۱, ۱۴۰۳

د غزې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه تازه خبرپاڼه کې ویلي چې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له پیله تر دې دمه د وژل شویو فلسطینیانو شمېر  ۴۶ زره او شپږ سوه کسانو ته رسېدلی دی، او څه باندې ۱۰۹ زره نور ټپيان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسراییلي ځواکونو ۷۰ کسان وژلي او ۱۰۴ نور یې ټپیان کړي دي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې غزه کې ۷۴ ماشومان وژل شوي دي.

دغه وضعیت د نړیوالو اندېښنې زیاتې کړي او د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسېدو غوښتنه شوې ده.

Written By
Editor