پنج شنبه,۱۸ سلواغه ۱۴۰۳
افغانستان

غزني کې په دوو جلا جلا ترافیکي پېښو کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې په دوو جلا جلا ترافیکي پېښو کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
  • Publishedليندۍ ۱۷, ۱۴۰۳

د غزني ولایت امنیتي مسؤلین وایي؛ چې د دې ولایت په ګیلان او ناور نومي ولسوالیو کې د دوو بېلا بېلو ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او ۶ نور ټپیان شوي دي.

په دې تړاو د غزني امنیې قومندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي؛ چې لومړۍ پېښه د ګیلان ولسوالۍ اړوند د کابل- هرات لویې لارې په اوږدو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو ډاکسن موتر له سړک څخه واوښت, چې په پایله کې یې یو تن مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

ورته وخت د یاد ولایت امنیې قومندانۍ ویاند د دویمې ترافیکي پېښې په اړه وايي؛ چې دویمه پېښه د ناور ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه بار وړونکي موټر د اوښتو له امله رامنځته شوه چې دوه کسه په کې ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې وړاندې هم د غزني په  شمول بدخشان، لوګر، سمنګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ورته بېلا بېلو ترافیکي پېښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مړه او ټپیان شوي دي.

د دا ډول پېښو ستر لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، زیات سرعت، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه مراعتول ښودل شوي دي.

Written By
Editor