سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
سوداګري

ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل ښار کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته وکړه

ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په کابل ښار کې د پنځو لویو پروژو پرانیسته وکړه
  • Publishedغبرګولى ۲۵, ۱۴۰۲

د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون مشر او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پروژو د پرانیستې پر مهال وویل چې هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره امنیت خورا مهم دی چې اوس ټینګ شوی دی.

برادر دا هم وویل چې د یادو پروژو په بشپړیدو سره به د کابل ښاریانو لپاره ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ګڼه ګوڼه به کمه شي.

د دغو پنځو پروژو له ډلې یې نن د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې عملاً پيل شوې، چې د یو نیم کال په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکی سړک 7.5 کیلومټره اوږدوالی او 30 متره سور لري چې 530 میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم د کابل ښاروالۍ د کورنیو عوایدو له لارې ورکول کېږي.

د یادولو وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو سره به د هېواد شمالي ولایتونه مستقیماً د کابل – هرات لویې ترانزیټي لارې ونښلول سره شي.

Written By
Editor

1 Comment

  • Поиск в гугле

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *