سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
افغانستان

د کډوالو چارو وزارت د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د چلند پر وړاندې اندېښنه ښودلې

د کډوالو چارو وزارت د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د چلند پر وړاندې اندېښنه ښودلې
  • Publishedمرغومی ۲۰, ۱۴۰۳

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال، مولوي عبدالرحمن راشد، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړېوال سازمان مرستیال، توماسو دیکاتیلدو سره کتنه کړې ده.

دې کتنه کې راشد په پاکستان کې د افغان کډوالو د خپل سر نیول کېدو او د هغوی د کورونو د تلاشي کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه دغه چلند خواشینونکی بللی او له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې چې د خپل نفوذ په ګټه یې له پاکستاني لوري وغواړي، چې د کډوالو ځورولو څخه لاس واخلي.

د کډوالو چارو وزارت وروسته له هغې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړېوال سازمان سره پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورولو اندېښنه شریکوي، چې د پاکستان حکومت اسلام اباد کې په سلګونو هغه افغان کډوال نیولي، چې قانوني اسناد هم لري.

Written By
Editor