د کندهار مرکز او یو شمېر ولسواليو څخه لسګونه روږدي کسان د درملنې په موخه راټول شوي
د کندهار ولایت امنیتي مسؤولین وایي؛ چې د دې ولایت د مرکز په شمول د یو شمېر ولسوالیو له جلا جلا سیمو څخه پرنشه يي توکو اخته ۷۸ کسانو د درملنې په موخه راټول شوي.
په دې تړاو د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي اسد الله جمشید ویلي؛ چې په تېره یوه اوونۍ کې د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له مختلفو سیمو څخه په نشه يي توکو اخته ٧٨ کسان راټول کړي او د درملنې په موخه يې روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندلي، چې له بشپړې درملنې وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.
ورته وخت د یادو سیمو اوسېدونکي د کندهار امنیه قوماندانۍ له یاد اقدام څخه ځکه خوښ دي، چې په دې سره به په نشه یی توکو اخته کسان عادي ژوند ته را وګرځي او د کورنۍ او ټولنې له اوږوو څخه به د درون بار سپکېدو سربېره په نشه یي توکو اخته کسان د ژوند ستونزو ته خپله وسیله وګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د نشه یي توکو سره د مبارزې مسؤلینو په نشه یي توکو د اخته کسانو د درملنې په موخه د راټولولو کمپاینونه چټک کړي دي، چې په دې لړ کې د یاد ولایت په شمول د یو شمېر ولایتونو د مرکز او اړوندو ولسوالیو څخه ګڼ شمېر په نشه یي توکو اخته کسان د درملنې په موخه راټول شوي او د اړوند ولایتونو روغتونو او یا هم پلازمېنې کابل بېلا بېلو روغتونو ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.