د ډالرو د بیو لوړیدل په بازار بې اغېزې یاد شوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلین وايي: افغانستان بانک ورسره کړې ژمنې پوره کړي د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیو لوړېدل هېڅ اغېز نه دی کړی او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ثبات ساتلو سره په بازار کې د لومړینو خوراکي توکو د بیو لوړیدو مخه نیول شوېده.
په دې تړاو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، په تېرو څو ورځو کې په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لویو سوداګرو نه، بلکې کوچنیو هټیوالو لوړې کړې وې، چې اوس يې د کابل ښاروالۍ سره پرګډه د مخینوی لپاره کارکوي.
د افغانستان بانک وايي: د افغانیو ثبات ساتلو لپاره په زیات اندازه زیرمې لري او په تېرو درې کالو کې د سیمې په کچه افغانۍ ترټولو باثبات کرنسي وه.
د یادونې ده، چې د نن څو ورځې وړاندې د افغانیو پر وړاندې د یو امریکايي ډالر بیه تر۸۳ افغانیو ته لوړه شوې وه، خو دیاد بانک د د پرله پسې هڅو او کوښښونو په پایله کې د افغانیو بیه د ډالرو پر وړاندې لوړه شوې چې اوسمهال یو ډالر څه باندې ۷۴ افغانۍ پلورل کېږي.