د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د نري رنځ د تشخیص دوه نوي ماشینونه فعال شوو

د پکتیکا ولایت روغتیايي مسؤلین وایي؛ چې د دې ولایت په دوو ولسوالیو ارګون او خیرکوټ کې د ۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د نري رنځ (TB) د تشخیص دوه جینکسپرټ ماشینونه فعال شول، چې په یاد رنځ اخته ناروغانو لپاره به په وړیا ډول خدمات وړاندې کوي.
روغتیایي مسؤلین، د نري رنځ په تشخیص او درملنه کې د یادوو ماشینونو فعالیت د اوسني وخت اشده اړتیا یادوي او د پکتیکا په نورو روغتیایي مرکزونو کې یې هم د فعالېدو هیله مندي ښودلې.
ورته وخت ځايي اوسېدونکو په روغتیایي برخه کې داسې فعالیتونه ګټور ګڼي او له اسلامي امارت څخه په اړونده برخه کې پکتیکا ولایت ته د ډېرې توجو غوښتنه کوي.
هېره دې نه وي، چې د دې وړاندې د جینکسپرټ ماشین یوازې د پکتیکا په مرکزي روغتون کې فعال و، خو د زیاتې ګڼه ګوڼې له امله به اکثره وخت د یاد رنځ لرونکو ناروغان ستونزې یي نه شوې پوره کولای او اکثره وخت به اړتیا وه، چې ناروغان د ګاونډیو ولایتونو روغتونو ته انتقال شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې وړاندې هم د هېواد په جلا جلا ولایتونو د اسلامي امارت، داخلي او بهرنیو موسسو لخوا په یو شمېر ولایتونو کې ګڼو روغتیایي مرکزونو ته یو شمېر بېلا بېل اړین طبي وسایل او تجهزات برابر شوي دي.