د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ د مرکېخېلو سيمې اوسيدونکي د څښاک د پاکو اوبو نشتون څخه کړيږي.
په افغانستان کې تېرې شل کلنې جګړې د ميلنونو انسانو د ژوند اخېستلو ترڅنګ ګڼې نورې بدرنګۍ هم له ځانه سره په میراث پرېښي.
د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ مرکېخېلو سيمه چې په تېر کې د سختو جګړو شاهده وه.
په تېرو شوو شل کلنوجګړو کې په دغه سيمه کې سلګونو ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ لوړ مالي زیانونه هم اوښتي.
د يادو جګړو له امله چې ګڼو کورنېو ډک کورونه پرېښي وو او د خپل سر د خوندي توب لپاره د جلال اباد ښار او نورو ارامو او بې جګړې سيمو ته کډه شوي وو.
که څه هم په ياده ولسوالۍ کې اوس نسبي امن دی او زيات شمېر کورنۍ خپلو ړنګو مينو ته ور ګرځېدلي دي.
خو د دې سيمې خلک دم ګړۍ له يو بلې ستونزې رنځ وړي د سيمې اوسيدونکي وايي, له زمانو تاند کاریزونه او څاګانې په کلو کې په بشپړ ډول وچې شوي چې له کبله یې اوس خلک په کړاو کې ژوند کوي.
د همدې و لسوالۍ د ملک قلعه سيمې یو تن اوسېدونکی نثار احمد له چشمې افغانستان سره په خبرو کې وویل دا سیمه چې سلګونه کورنۍ په کې ژوند کوي د څښاک پاکې اوبه نه لري چې له امله یې ولسي خلک له لوی کړاو سره لاس او ګریوان دي.
نوموړی زياتوي:(( دې سيمه کې يوسل او لس کورونه شتون لري زموږ سخت مشکل د پاکو اوبو دی, د څاګانو دی, موږ له ډېرو لرو ځاينو اوبه راوړو دا د ويالو اوبه په اوړي کې وچيږي, له موږ سره ډېرو موسسو ژمنې وکړئ چې د اوبو بندوبس درته برابرو خو هغوی په خپله ژمنه وفا نه ده کړئ.))
نثار په خبره, د ويالو کومې شته اوبه چې زمونږ په سيمه کې بهيږي دومره خړې دي چې د اودس لپاره هم مناسبې نه دي.
د ځايي اوسېدوونکو په خبره کلونو جګړو چاپیریال ته د خلکو نه پاملرنې یاده سیمه دومره ځپلې چې خلک یې دې ته اړ شوي تر څو ناپاکې اوبه په څاګانو کې زیرمه کړي او بیا ترې د څښاک او د ژوند د نورو اړتیاو لپاره استفاده وکړي.
دوی وایي که څه هم دا سیمه له هر پلوه په تېرو شلو کلونو کې ځپېدلې خو اوس ورته د مسولینو او نړیوالو ادرسونو لخوا هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
کوچني ماشومان د زده کړو پر ځای د دومره لرو سیمو د اړتیا پوره کولو لپاره پاکې اوبه راوړي چې زیات وخت یې ان پر وس پوره نه وي او نه شي کولی د اړتیا اندازه اوبه پوره کړي.
د يادې سيمې بل اوسيدونکی قاسم د چشم افغانستان سره خبرو کې زياتوي, مونږ ددې سيمې خلک د ډېرو کلونو راهيسې د څښاق د پاکو اوبو د نشتون سره مخ يو.
نوموړی وايي:(( د ويالو او باران اوبه په څاګانو کې زېرمه کوو چې خړه يې کيني بيا يې موږ د څښاک لپاره استعمالوو,مونږ له حکومته غواړو چې زمونږ ددې سيمې سروې وکړي او مونږ ته د پاکو اوبو زمينه برابره کړي.))
د دې سیمې خلک وایي جګړو مهاجرتونو او د ژوند نورو ګڼو ستونزو له اقتصادي پلوه دومره ناتوانه کړي چې اوس نه شي کولی وچې شوې څاګانې لا نورې ژورې کړي او هغومره پاکې اوبه ترې لاسته راوړي چې ضرورتونه یې پوره کړي.
دوی غوښتنه کوي چې د یادې ستونزې د پای ته رسېدو لپاره دې ورسره حکومت او هغه موسیسات چې د پاکو ابو برابرولو په برخه کې کار کوي لاس یو کړي څو شته کړاو یې پای ومومي.
د يادې سيمې اوسيدونکي سردار چشم افغانستان ته دا هم وايي:(( زمونږ په کلي کې شپږ څاه ګانې دي چې دېرش پنځه دېرش متره يې ووهو نوره مو وس نه کيږي چې ژور يې کړو بيا چې وچ شي مجبور يو چې د لرې چينو اوبه راوړو چې ډېری وخت راته ګرانه تماميږي.))
ځايي اوسېدوونکي وايي د ناپاکو اوبو د استعمال له کبله خلکو ته ګڼې ناروغۍ پېدا شوي او که پاکو اوبو ته خلک لاس رسی ونه مومي ویره شته چې یادې ناروغۍ به لا ډېرې او خلک به يې دومره تاب و نه لري چې ناروغان پر وخت تر ډاکټرانو ورسوي او درملنه یې وکړي.