د غزني تاریخي او لرغونو آبداتو لیدنې ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی.
خبریال: غوث علي شاه سادات
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي؛ چې د روان کال په جریان کې د دې ولایت له تاریخي او لرغونو آبداتو څخه ۲۸۶ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړي ده.
په دې هکله د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وایي؛« چې د ایټالیا، جرمني، پاکستان، امریکا، بلجیم، روسیې، هندوستان، اتریش، چک سلواکیا، ایران، قرغزستان، اوزبکستان، ترکیې، کینیا، نیدرلنډ، انګلستان، برازیل، مکسیکو، هنګري، هسپانیا، اسټرالیا او هالنډ هېوادونو سېلانیانو د غزني له تاریخي سیمو او لرغونو آبدو څخه لیدنه کړې ده.
د هغه په خبره، د غزني تاریخي سیمې د نړیوالو سیلانیانو د پام وړ ګرځېدلې دي، چې دا د سیمې د کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي، اوسمهال غزني ولایت کې یو شمېر لرغونې آبدې د نړېدو له ګواښ څخه ژغورل شوي او د ځینو تاریخي ځایونو د بیارغونې کارونه روان دي څو یادې سیمې د راتلونکو نسلونو لپاره خوندي پاتې شي.»
د غزني ولایت ځايي مسؤلین وایي؛ چې د غزني ولایت تاریخي او لرغونو سیمو ته د بهرنیو سیالانیانو د لیدنې په موخه راتګ د کلتوري ارزښتونو د ساتنې په برخه کې د ګټور ثابتېدو سربېره د اقتصادي وضعیت د ښه والي او پراختیا په برخه کې هم خورا ګټور تمامېدلی شي.
د یادونې وړه ده، چې په هېواد د اسلامي امارت د دویم ځل لپاره د واک ټینګښت راهیسې د بشپړ او سرتاسري امنیت قایمېدل د دې سبب شوی، چې ډلې، ډلې بهرني سیالانیان د هېواد په جلا جلا ولایتونو کې د تاریخي او لرغونو سیمو څخه لیدنې کوي.