د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړیزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ سلګونه منسوبین فارغ شو

د ملي دفاع وزارت مسؤلین وایي؛ چې دعبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې نیمې میاشتنیو مسلکي زده کړو وروسته د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي: چې د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمه ییزو قول اردوګانو ٤١٢ تنه ځوان منسوبين، د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په یاده فراغت غونډه کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، تازه فارغو شوو منسوبینو ته په خپله خطابیه وینا کې وویل: “له خلکو سره ښه چلند وکړئ، د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د اخوت او ورورولۍ فضا رامنځته کړئ او له کبر، غرور او تعصب څخه ځان وساتئ او ورسپارل شوي مسوولیتونه د شريعت په رڼا کې يې سرته ورسوئ.”
ورته وخت تازه فارغانو شوو منسوبینو د ښه خدمت کولو ژمنه وکړه او مسؤلینو ته یي ډاډ ورکړی، چې د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو په وسیله به په پوره مېړانه، وفادارۍ او صداقت د هېواد په ګوډ ګوډ کې هېواد او هېوادولو ته خدمت کوي او هېڅکله به د ورسپارل شوو دندو او مسؤلیتونو په ترسره کولو کې ناغېړي او بې پروایي ونکړي.
د غونډې په پای کې تازه فارغانو ته د مسؤلینو لخوا سندونه هم ووېشل شوو.
دا لومړی ځل نه دی، چې د عبدالله بن مسعود ( رض) د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له درې نیم میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروسته سلګونه منسوبیو فارغېږي، بلکې د دې وړاندې هم د یادې قوماندانۍ څخه لسګونه منسوبین فارغ شوي، چې اوسمهال د هېواد به جلا جلا ولایتونو کې هېوادوالو ته د خدمت په موخه وسپارل شوې دندې مخ ته وړي.