د عامې روغتیا وزیر په چین کې د سنتي طب نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ
خبریال: وحیدالله توحیدي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان پر خپل ایکس پاڼې د یو خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي، د چین هېواد په رسمي سفر کې د سنتي طب نړیوال کنفرانس ته وینا وکړه.
یاد کنفرانس چې موخه یې د سنتي طب په برخه کې د تجربو او لاسته راوړنو شریکول و، د بېلابېلو هېوادونو د روغتیا وزیرانو، مرستیالانو، څېړونکو او د ګڼو مؤسسو استازو په ګډون ترسره شو.
ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپله وینا کې په سیمه کې د سنتي طب د ودې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان او د شانګهای د همکاریو سازمان همکارۍ اړینې وبللې.
هغه وویل چې په افغانستان کې باید د سنتي طب برخه معیاري شي او د عصري طبابت برخه وګرځي. نوموړي د دې برخې علاقمندانو لپاره د معیاري تدریسي کریکولم جوړول مهم وبلل.
د عامې روغتیا وزیر په خپلو خبرو کې د چین او افغانستان تر منځ د سنتي طب په برخه کې دوه اړخیزو همکاریو ته ځانګړې پاملرنه وکړه. هغه د ظرفیت جوړونې، تجاربو شریکولو او د شریکو څېړنو د پراختیا لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
یاده دې وي چې د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې د سنتي طب ځانګړې څانګه جوړه شوې، چې د دې برخې د طبیبانو د کارونو د اصلاح او معیاري کولو په موخه د پالیسیو او لارښودونو پر جوړولو کار کوي.
د دغه کنفرانس ګډونوالو د سنتي طب د ودې او نړیوالو معیارونو ته د رسېدو لپاره د ګډو هڅو د لا پیاوړتیا هوډ څرګند کړ.