سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
روغتیا

د عامې روغتیا سرپرست د یونېسف له مشر سره کتنه کړې

د عامې روغتیا سرپرست د یونېسف له مشر سره کتنه کړې
  • Publishedليندۍ ۲۷, ۱۴۰۳

د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي؛ چې د دې وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، نن د افغانستان لپاره د یونېسف ادارې له مشر ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي سره کتنه کې په یو شمېر روغتیايي موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي: چې په یاده کتنه کې یو شمېر ولایتي رئیسانو هم ګډون کړی و؛ د تطبیق کوونکو مؤسسو د خدماتو د ارزونې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت د ښه والي، روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو رسولو او د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا په تړاو خبرې شوې دي.

ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د هېواد په ولایتونو کې د تطبیق کوونکو مؤسسو لخوا د وړاندې کېدونکو خدماتو څخه پر ګډ معیاري نظارت، ارزونې او شفافیت ټینګار کړی او د یونېسف ادارې له مسئولینو څخه یې غوښتي چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت انتقال کړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي برخې ته دې پاملرنه لا زیاته کړې.

Written By
Editor