د عامي روغتیا سرپرست مولوي نورجلال جلالي، د افغانستان لپاره د برېتانیا له شارژدافیر سره کتلي
د عامي روغتیا وزارت مسوولین وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د برېټانیا شارژدافیر رابرت ډيکسون سره لیدنه کړې ده.
په یاده لیدنه کې د هېواد په لریو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو په جوړولو، د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د روغتیا سکټور برخو کې د نړیوالو مرستو د راجلبولو په موخه بحث او خبري شوي دي.
د عامي روغتیا وزارت سرپرست ویلي، دغه وزارت ژمن دی ترڅو د نورو برخو ترڅنګ د سرطان او روږدو ناروغانو د درملنې په برخو کې لانوري اسانتیاوي برابري کړي.
د دې ترڅنګ جلالي زیاته کړه، په تېرو دریو کلونو کې د زرګونه روږدو کسانو د درملنې ترڅنګ د سرطان ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه یوځانګړی مرکز پرانیستل شوی، ترڅو د دې برخو لپاره پر وخت رسېدنه وشي.
نوموړي همدا راز په روغتیا برخه کې د نړیوالو روغتیایي ادارو همکاري اړینه یاده کړه او د مقابل لوري څخه یې په یاده برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د برېتانیا شارژدافیر مولوي نورجلال جلالي ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.