د سياحتي شرکتونو له اتحاديې سره د همغږۍ ناسته وشوه.
جمعه,۲ ليندۍ ۱۴۰۳
خبریال: غوث علي شاه « سادات»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلین وایي؛ چې د دې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرت اللّٰه جمال په مشرۍ د سياحتي شرکتونو اتحادیې له مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په دې تړاو دایره شوې ناسته کې د سياحتي شرکتونو اتحادیې مسئولینو خپلې غوښتتنې، ستونزې او وړاندېزونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسؤلینو سره د حل په موخه شريک کړل.
ورته مهال د ګرځندوی مالي او اداري معین قدرت الله جمال وویل؛ په دې هڅه کې یو چې په ټول هېواد کې د ګرځندوی صنعت د ودې، پراختیا معياري او ډيجيټل کولو ترڅنګ، سياحتي شرکتونو ته لازمې او اړینې آسانتياوې رامنځته کړو.
د ښاعلي جمال په خبره، چې سياحتي شرکتونه کولای شي د بهرنيو سيلانيانو په راجلبولو کې مهم رول لوبوي او هغوی ته په هېواد کې د سرتاسري او بشپړ آمن او امان ښودلو غوره سمبول او نښان شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد د اسلامي امارت د واک ټینګښت راهیسې بشپړ او سرتاسري امن ټینګښت موندلی او د بهرنیو هېواد څخه د هېواد بیلا بېلو ولایتونو کې تاریخي او تفریخی سیمو ته د بهرنیو سیالانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلي دي.