د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره کتلي
په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو د دوو اړخيزو اړيکو د پیاوړتیا، د اقتصادي همکاريو پراختيا، او سيمهييزو مسايلو په اړه خبرې کړي.
د ناستې پر مهال د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ د زياتوالي په ځانګړې توګه په اماراتو کې د افغان توکو لپاره د بازارموندنې پر لارو چارو بحث شوی. پرېکړه شوې چې د دې موخو لپاره به تخنيکي کارونه ترسره کېږي.
مولوي امير خان متقي د افغانانو لپاره د ويزو د ورکړې په برخه کې د اسانتيا غوښتنه کړې او ژمنه یې وکړې چې افغان حکومت به د دې پروسې په ښه پلي کېدو کې خپل رول ولوبوي.
په یاده لیدنه کې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د پراختيا لپاره به منظم کار دوام ولري او توافق شوې چارې به په اغېزمن ډول تعقیب شي.