سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
سپورت

د بلخ په مزار شریف ښار کې د ۶۵ لوبغاړو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ په مزار شریف ښار کې د ۶۵ لوبغاړو ترمنځ د کیک بوکسینګ ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
  • Publishedليندۍ ۶, ۱۴۰۳

یادې سیالۍ د دغه ولایت د بدني روزنې او سپورټ ریاست اړوند د کیک بوکسینګ ملي فد راسیون د استازولۍ له لوري په مرکز مزار شریف ښار کې ترسره شوې.

په دغه سیالیو کې نویو ځوانانو، ځوانانو او لوی عمر لرونکو چې په ټولیزه توګه ۶۵ لوبغاړي کېږي ګډون کړی و او موخه یې د بلخ منتخبې لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوره کول و.

د اړونده مسوولینو د معلوماتو له مخې د سیالیو په پایله کې اتو لوبغاړو وکولی شول ترڅو خپل سیالان مات کړي او د دې سره یې د دغه ولایت د کیک بوکسینګ منتخبې لوبډلې ته لار پیداکړه.

یادو سیالیو یوه ورځ دوام وکړ او غوره لوبغاړو ته د مسوولینو له لوري چمتو شوي ډالۍ هم ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده چې د دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مختلفو رشتو لپاره ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې او په ځينو نورو ولایتونو کې لاهم دوام لري.

Written By
Editor