پنج شنبه,۱۵ ليندۍ ۱۴۰۳
افغانستان

د اوسلو په روانه غونډه کې د اسلامي امارت درې استازي ګډون لري

د اوسلو په روانه غونډه کې د اسلامي امارت درې استازي ګډون لري
  • Publishedغبرګولى ۲۴, ۱۴۰۲

 افغانستان بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د ناروې پلازمینه اوسلو کې د افغانستان په اړه په روانه ناسته کې د افغان دحکومت درې استازي ګډون لري.

د حکومت د رسنیو مرکز په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په یادو کسانو کې عبدالقهار بلخي د بهرنیو چارو وزارت، روح الله عمر د ملي دفاع وزارت او شمس الدین منصور د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب د اوسلو ناسې ګډونوال دي.

په خبر کې ویل شوي چې بلخي د بهرنیو چارو وزارت د اروپایي اړیکو مسوول، عمر د ملي دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو مسوول او منصور د کورنیو چارو وزارت استازي په توګه یادې غونډې ته تللي دي.

له دې مخکې د ناروې بهرنیو چارو وزیرې ویلي و چې د اسلامي امارت سیاسي استازو ته نه بلکې د افغان حکومت ملکي خدماتو استازو ته یې بلنه ورکړې ده.

په دې غونډه کې د نورو هېوادونو مدني ټولنو استازي هم ګډون لري او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کوي.

د اوسلو ناسته تېره ورځ (غبرګولي ۲۳مه) پیل او ټاکل شوې نن او سبا دوام وکړي.

Written By
Editor

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *