سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
روغتیا

د افغانستان روغتیا وزارت د نړیوالو سازمانونو سره د روغتیايي ستونزو د حل په موخه همکاري پیاوړې کوي

د افغانستان روغتیا وزارت د نړیوالو سازمانونو سره د روغتیايي ستونزو د حل په موخه همکاري پیاوړې کوي
  • Publishedليندۍ ۱۹, ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت وزیر، مولوي نور جلال جلالي، په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک، UNFPA، او یونیسیف د لوړپوړو استازو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغانستان د روغتیايي ستونزو د حل، روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، او نړیوالو مرستو د جذب په اړوند بحث وشو.

خبر زیاتوي مولوي نور جلال جلالي د روغتیا وزارت د نړیوالو همکارانو سره د ولس د اړتیاوو په پام کې نیولو سره د روغتیايي خدماتو پیاوړي کولو، ناروغانو ته په معیاري توګه د رسیدنې، او شته ستونزو د حل لپاره د دوه اړخیزو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه ژمنه وکړه چې د روغتیایي سیستم د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به هر اړخیز کار وکړي.

Written By
Editor