سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
سپورت

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
  • Publishedليندۍ ۷, ۱۴۰۳

خبریال: خالد ډګر

افغان لوبډله د یادې لوبلړۍ په وروستۍ یاهم پای لوبه کې تېره ورځ د پاکستان پروړاندې مخامخ شوه، چې په پایله کې یې دغه لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او د دې سره یې د یاو سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.

د یادې سیالۍ ټاس یاهم پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د برکت الله ابراهیمزي د ۷۹ او نظیف الله امیري د ۵۶ منډو پرمټ ۲۵۰ منډې جوړي کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۵۱ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ورکړل شوي هدف په ځواب کې د لوبې د ۴۸ اورونو په لوبلو سره ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۲۹ منډې یې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې نصیرخان معروف خېل او نصرت الله نورستاني دوه، دوه، عبدالعزیز خان، الله محمد غضنفر او خاطر ستانکزي بیا یوه، یوه وېکټ ترلاسه کړه.

یادې سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په ۱۳ مه نېټه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پیل شوي وې، چې په کې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ګډون کړی و.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې ټولي ۵ سیالۍ ترسره کړې، چې څلور یې وګټلې او یواځې یوه یې وبایلله.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله به له دې وروسته په اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي، چې دغه سیالۍ د رواني نومبر میاشتي په ۲۹ مه نېټه پېلېږي، د یادو سیالیو په لړ کې به افغان لوبډله خپله لومړۍ سیالي د بنګله دېش د ۱۹ کلنو پروړاندې ترسره کړي او ورپسې به د سریلانکا او نیپال سره هم مخامخ شي.

Written By
Editor