د افغانستان بانک د ۲۵ میلیونه ډالرو د لیلامولو خبر ورکړی

د افغانستان بانک سبا چهارشنبه د سلواغۍ په ۱۷ مه نېټه د افغانیو د ثبات ساتنې او د ډالرو ارزښت د کمښت په موخه « ۲۵» میلیونه ډالر لیلاموي.
یاد بانک د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره له په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
خبر پاڼه زیاتوي، چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې هم د افغانستان بانک ۷۲ میلیونه ډالر د افغانیو د ثبات ساتنې او ډالرو د ارزښت کمښت په موخه
د دوطلبۍ له لارې پلورلي دي او تازه یي نن سي شبنه په بازار کې د یو امریکايي ډالر پر وړاندې د ۷۴.۸۵ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی.