چهارشنبه,۲۳ لړم ۱۴۰۳
سپورت

د افغانستان اوسریلانکا کرکټ بورډ مشرانو پردوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

د افغانستان اوسریلانکا کرکټ بورډ مشرانو پردوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
  • Publishedغبرګولى ۲۳, ۱۴۰۲

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه سریلانکا ته د خپل وروستي سفرپه ترڅ کې د یاد هیواد د کرکټ بورډ له مشرانو سره د کرکټ په برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا اود ګډو همکاریو په اړه ناسته ترسره کړه .

د یادې ناستې په جریان کې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د۲۰۲۴ م کال په جنورۍ میاشت کې راتلونکې لوبلړۍ ته چې په کې یوه ټیسټ اودرې شل اوریزې لوبې له وړاندې شاملې وې ،په یاده لوبلړۍ کې د درې یوورځنیو سیالیو په اضافه کولو د الف ،نولس کلنې کم عمره اوایمرجینګ ملي لوبډلو لپاره د لوبو د برابرولو ترڅنګ په ګڼ شمیر نورومهموموضوعاتوخبرې وشوې .

همداراز د سریلانکا کرکټ بورډ د لازیاتې همکارۍ په موخه د افغانستان کرکټ بورډ ته خپل دوه نړیوال کرکټ لوبغالي په واک کې ورکړل ترڅو په یادو لوبغالو کې په خپل کوربتوب نړیوالې لوبې ترسره کړي.

په دې سره به د افغانستان کرکټ بورډ وکولای شي چې په سریلانکا کې د نورونړیوالو لوبډلو کوربه توب وکړي.

دا چې د۲۳ کلنو لوبغاړو ترمنځ ایمرجینګ اسیا جام او ۲۰۲۴ م کال نولس کلنو کم عمره لوبغاړو نړیوال جام سیالۍ په سریلانکا کې ترسره کیږي ، نود افغانستان کرکټ بورډ به وکولی شي چې د یادو سیالیو د پیل وړاندې د خپلو لوبډلو د چمتوالي په موخه په سریلانکا کې د نورو لوبډلو کوربه توب وکړي.

Written By
Editor

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *