سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
روغتیا

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مرستیال د بامیان ولایت روغتیايي خدمتونو پرانیسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مرستیال د بامیان ولایت روغتیايي خدمتونو پرانیسته وکړه
  • Publishedليندۍ ۱۷, ۱۴۰۳

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د یاد وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ملا بخت الرحمن شرافت، بامیان ولایت ته خپل سفر په لړ کې د بامیان امبولانس ۲۴ خدمتونو پرانیسته وکړه.

نوموړي د دې فرصت په ترڅ کې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته په اشارې سره د روغتیا وزارت دنده روښانه کړه او په مساوي ډول د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ.

هغه د بامیان ولایت په روغتیايي سکتور کې د ستونزو د حل او پرمختګ ډاډ ورکړ.

Written By
Editor