د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کندهار ولایت کې د تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړ
د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او هنر رئيس عبدالشکور څپاند په خبره له کندهاره بهرنيو هېوادونو ته د يو میل لرغونې تفانچي او له ډبرو جوړې کټوې قاچاق مخه ونيول شوه.
عبدالشکور څپاند زیاته کړه : دغه تاريخي اثار د احمدشاه بابا په هوايي ډګر کې بهرنيو هېوادونو ته د قاچاق پر مهال کشف او نیول شوي دي.
د څپاند په خبره، د اټکل له مخې له ډبرو جوړ دا لرغوني اثار د غزنويانو او تيموري دورې پورې اړه لري او تفنچه بیا په نولسمه پېړۍ پورې اړوند اثار دي، چې تر ثبت وروسته به د کندهار په ولايتي موزيم کې نندارې ته کېښودل شي.