پنج شنبه,۱۵ ليندۍ ۱۴۰۳
افغانستان

بلخ کې د یو پارک د رغونې کارونه پیل شول

بلخ کې د یو پارک د رغونې کارونه پیل شول
  • Publishedلړم ۲۳, ۱۴۰۳

چهارشنبه,۲۳ لړم ۱۴۰۳

خبریال: غوث علي شاه « سادات»

د بلخ ولایت ځايي مسؤلین وايي؛ چې د دې ولایت په  مزارشریف ښار ۷مه ناحیه کې څه دپاسه ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د (برګ پارک) په نوم د یو پارک د رغون کارونه پیل شو.

په دې تړاو د دغه ولایت د ښاروالۍ مرستیال مولوي محمد نسیم عابد ویلي؛ چې د یاد ولایت په مزارشریف ښار اوومه ناحیه کې د اړوندې ښاروالي په مالي مرسته او همکارۍ د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۲ جریبه ځمکه کې په معیارې شکل د (برګ پارک) په نوم  د یو پارک د رغونې کارونه پیل شوي دي.

د ښاعلي عابد په خبره، چې دا پارک د مزارشریف ښار د ۷ مې ناحیې د کارته صلح مربوط M پروژه کې په معیاري ډول رغول کېږي، چې رغون به يې د مزار شریف ښار اوسېدونکو ته د تفریح او ذهني آرامتیا په برخه کې اغیزمن ثابت شي او دې ښار ته به لا ښکلا ور وبښې.

ورته وخت د یاد ښار اوسېدونکو د دغه پارک د رغونې کارونو په پیل خوښي ښودلې او د ښاروالۍ له مسؤلینو څخه يي مننه او کور ودانی کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د مختلفو پراختیايي او رغنیزو پروژو کارونه چټک شوي دي، چې په دې لړ یو شمېر ولایتونو کې د اړوندو ښاروالیو لخوا د یو شمېر پارکونه د سره جوړلو سربېره د ځینو نورو د رغونې کارونه هم پیل شوي دي چې څه یې بشپړ شوي او ځینې تر کار لاندې دي.

Written By
Editor