بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو یوه سرتېري ویلي، په افغانستان کې یې د ټولو د موخه ګرځولو له کړنلارې کار اخیستی، چې پکې تر ۱۶ کلونو کم عمره افغانان هم په نښه شوي دي.
تلګراف راپور ورکړی چې افشا کوونکي، په کوډ “N1799” پېژندل کېږي، د دې کړنو شتون تایید کړی دی.
د پوځي چارو شنونکي زلمي افغانیار بیا ویلي:
“نه یوازې بریټانیویانو، بلکې ټولو بهرنیو ځواکونو جنګي جرمونه کړي، او دا اړینه ده چې د جرمونو نړیواله محکمه په دې اړه څېړنې وکړي.”
په ورته وخت کې، افغان قرباني خان محمد غوښتنه کړې چې موږ له نړیوالو محکمو غواړو چې د دې جنایتونو عاملین محاکمه کړي.
د بریټانیا دفاع وزارت په ۲۰۲۰ کې د دې جنایتونو په تړاو خپلواکې څېړنې پیلولو ته اجازه ورکړه، چې لا هم جریان لري.