بدخشان کې د سروزو د یوه کان نړېدو پېښه کې درې کسانو خپل ژوند بایللی
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، یاده پېښه د ارغنجخوا ولسوالۍ د سروزرو کان د یوې برخې د نړېدو له امله رامنځته شوې، چې ۳ تنو کان کیندونکو په کې خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله امیري په خبره، په دغه کسانو داسې مهال کان نړېدلی، چې په رېګ مینځلو بوخت وو، دوی همدا راز زیاتوي چې د مړو شویو کسانو مړي چې عطاءالله، سید محی الدین او مسعود نومېږي له کان څخه ویستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
په ورته وخت کې امیري همدا راز ویلي، یاد ولایت کې د کانونو د کیندنې کارونه له دوو اونیو راهیسي بند شوي، خو یوشمېر کسان چې اقتصادي ستونزي لري، په غیري قانوني ډول لاهم د سرو زرو په لټه کې دي.
د یادونې وړ ده چې د دې وړاندې هم د بدخشان په ګډون د هېواد په بېلابېلو کانونو کې لسګونه کسان د ورته پېښو له امله مړه او ټپیان شوي دي.