افغانستان او هند د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نوې ژمنې وکړې
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وکرم مسري سره په دوبۍ کې کتلي.
د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد وایي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، اقتصادي، او د خلکو تر منځ په اړیکو خبرې وشوې.
نوموړی زیاتوي، مولوي متقي د هند د بشري مرستو مننه کړې او د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هیله څرګنده کړې ده.
هغه ویلي چې له افغانستانه هېڅ ګواښ نه شته او د ویزو، سوداګرو، مریضانو، او محصلینو لپاره د سهولتونو د برابرولو غوښتنه کړې.
همدا رنګه په یاده لیدنه کې وکرم مسري د افغانستان او هند تاریخي اړیکې وستایلې او د سرتاسري امن، ثبات، او د اسلامي امارت د اصلاحاتي اقداماتو ستاینه یې کړې.
هغه وویل چې هند غواړي د زیربنایي پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي او د چابهار بندر له لارې سوداګري پراخه کړي.
د یادونې وړ ده چې د لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ویزو او تجارت په برخه کې د اسانتیاوو په راوستلو هوکړه کړې.