افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په اړه دوه اړخیزه خبرې اترې
خبریال: وحیدالله توحیدي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزیر عبدالله بن طوق المري سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد وایي، په دې لیدنه کې د افغانستان اقتصادي وضعیت، پانګونې فرصتونه، معادنو استخراج، کرنې میکانیزه کولو، او سوداګریزې اړیکې پراختیا په اړه تفصیلي خبرې شوي دي.
نوموړی زیاتوي، دواړو لوریو په دې توافق وکړ چې د تطبیق لپاره تخنیکي ټیمونه وټاکي ترڅو د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي.