پنج شنبه,۱۸ سلواغه ۱۴۰۳
روغتیا

افغانستان او ایران د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې

افغانستان او ایران د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې
  • Publishedمرغومی ۲۸, ۱۴۰۳

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د ایران هېواد له نوي سفیر، علي رضا بیکدلي سره په کابل کې لیدنه ترسره کړې.

په دې لیدنه کې د ایران له لوري په کابل او بامیان کې د روغتونونو د جوړولو، د درملو کیفیت او تولید، او د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث شوی.

مولوي جلالي وویل چې د روغتیا سیستم پیاوړتیا لپاره د کیفیت لرونکو درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا شته.

د ایران سفیر د دوامدارو همکاریو ډاډ ورکړی.

Written By
Editor