سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د کرنې، اوبو مدیریت او اقلیمي بدلون په برخه کې ګډو همکاریو ته چمتووالی وښود

افغانستان او ازبکستان د کرنې، اوبو مدیریت او اقلیمي بدلون په برخه کې ګډو همکاریو ته چمتووالی وښود
  • Publishedمرغومی ۲۰, ۱۴۰۳

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري او مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د ازبکستان له سفیر اویبیک عارف عثمانوف سره جلا کتنې وکړې.

په دې کتنو کې د امو سیند د اوبو ګټور مدیریت، د اقلیمي بدلون ګډ فعالیتونه، د تخنیکي ټیمونو استول، د ناروغیو او افتونو پر وړاندې مبارزه، د مېوو باغونه جوړول او د نوې ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنې په شمول، د دوه اړخیزو همکاریو په اړوند خبرې کړي دي.

یاد وزارت د کرنې په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ، ماشین الاتو، او د کارکوونکو د روزنې اړتیا په ډاګه کړه او د ګډو همکاریو لپاره یې خپل بشپړ چمتووالی څرګند کړ.

Written By
Editor