افغانستان اسلامي امارت ته د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته بلنه ورکړل شوې
د پاکستان د پوهنې او روزنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي چې اسلامي امارت ته یې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د نجونو د زده کړو په اړه راتلونکې غونډې کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
ټاکل شوې دغه غونډه د جنورۍ په ۱۱مه او ۱۲مه د ۴۷ هېوادونو د ۱۵۰ استازو په ګډون ترسره شي.
خالد مقبول ټینګار کړی چې په اسلام کې د ښځو د زده کړو محدودولو لپاره هېڅ شرعي توجیه نشته.