پنج شنبه,۱۸ سلواغه ۱۴۰۳
Uncategorized @ps

افغانسان د لبنیاتو د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې دی

افغانسان د لبنیاتو د تولید په برخه کې ځان بساینې ته نږدې دی
  • Publishedسلواغه ۱۶, ۱۴۰۳

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات مسؤلین وايي: چې دمګړۍ په افغانستان کې د لبنیاتو د تولید په برخه کې د یو شمېر لویو او منځنیو شرکتونو فعالیت د دې لامل شوی، چې په یاده برخه کې هېواد ځان بساینې ته نږدې شوی دی.

په دې هکله د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین وایي؛ اوس په افغانستان کې د لبنیاتو د تولید یو شمیر لوی او منځني شرکتونه فعالیت کوي، چې په دې منځ کې پنځو شرکتونو یې په نژدې وروستیو درېیو کلونو کې په فعالیت پیل کړی دی.

ښاعلی مستعین زیاتوي، افغانستان اوس مهال د لبنیاتو د تولید برخه کې ځان بسیاینې ته نژدې شوی دی.

د هغه په خبره، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، څو په هېواد کې د لبنیاتو تولید د صنعت په پیاوړتیا سره له نورو هېوادونو څخه د لبنیاتو واردات کم کړي.

ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ خونه وایي: چې له کورنېو تولیداتو او محصولاتو څخه ګټه اخیستل د دې لامل کیږي څو د افغانستان اقتصاد زیاته وده وکړي.

Written By
Editor