اسلامي امارت د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ لپاره سرپرست ټاکلی.
د اسلامي امارت د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ لپاره حافظ اکرامالدین کامل د سرپرست په توګه ټاکلی دی.
حافظ کامل چې مخکې یې د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو د ریاست مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده، د نړیوالو حقوقو په برخه کې یې دوکتورا ترلاسه کړې ده.
د هند حکومت تر اوسه د دې ټاکنې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو د راپورونو له مخې هند د اسلامي امارت یو لوړپوړی ډیپلومات په خپله خاوره کې منلی دی.