سه شنبه,۲ سلواغه ۱۴۰۳
امنیت او جرمونه

ا،ا،ا په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو لړۍ ته دوام ورکړی

ا،ا،ا په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو لړۍ ته دوام ورکړی
  • Publishedمرغومی ۲۱, ۱۴۰۳

خبریال: وحیدالله توحیدي

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تعزیري سزاګانو د پلي کېدو خبر ورکړی دی.

د تېرو اوو ورځو په اوږدو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان، چې په کې درې ښځې هم شاملې وې، په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې پنځه کسان د نامشروع اړیکو، کور څخه د تېښتې او زنا په تور نیول شوي او له ۶ څخه تر ۳۹ درو پورې وهل شوي دي.

په نورو ولایتونو کې هم د غلا او اخلاقي جرمونو په تورونو کسان په عام محضر کې سزا شوي دي.

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال وروسته اسلامي امارت په زرګونو کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړي او تراوسه شپږ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوې ده، چې وروستۍ یې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې په پکتیا کې تطبیق شوې ده.

Written By
Editor