Friday, 5 December, 2025
Uncategorized @ps

د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت وايي په ټولنیزو رسنیو کې سپکاوی قانوني جرم دی

  • PublishedJuly 5, 2025

خبریال: عابد وصال

د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په یوې خبرتیا کې چې رسنیو ته يي استولې ویلي په ټولنیزو رسنیو کې د یو بل سپکاوی او ګواښ قانوني جرم دی او ټول ترې باید ډډه وکړي.

دې خبرتیا کې وړاندې راغلي، په ټولنیزو رسنیو کې ګواښ، سپکاوی او د مستعارو او شخصي ادرسونو له لارې خلکو ته اذیت رسول قانوني جرم دی.

همدا شان له ټولو هېوادوالو غوښتنه شوې چې ټولنیزې رسنۍ په ناسم ډول ونه کاروي.

خبرتیا کې وړاندې راغلي، ټولنیزې رسنۍ د عامه پوهاوي، کره معلوماتو رسونې او زده کړو لپاره رامنځته شوې او باید همدا موخې ترې تعقیب شي.

امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت دا خبرداری داسې مهال ورکوي چې په افغانستان کې ټولنیزو رسنیو کارونه په منظم ډول نه ده.

غیر اخلاقي انځورونه او څرګندونې، ناسم معلومات خپرول او د خلکو ترمنځ تفرقې اچول هغه لوی فعالیتونه دي چې د افغانستان خلک يي په ټولنیزو رسنیو کې ترسره کوي.

د پلازمینې یو تن اوسېدونکي حسیب الله سادات په همدې اړه موج نیوز ته وویل: “افغانستان کې رښتیا هم ټولنیزې رسنۍ هغه ډول چې په کار ده نه کارول کېږي، ځکه خلک ناپوه دي تعلیم نه لري او په خاص ډول د ټولنیزو رسنیو د کارونې په اهمیت خبر نه دي، که دې برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي نو بدلون شونی دی”.

که څه هم د تېر جمهوري نظام پر مهال هېواد کې د ټولنیزو رسنیو د سمې کارونې په اړه بیلابیل پروګرامونه په لاره اچول شوي وو خو ښکاري داسې چې کومه ځانګړې نتیجه يي نه ده ورکړې.

اسلامي امارت د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ترخوا کورنیو، ملي دفاع او استخباراتو ریاست له عامو خلکو هر مهال د ټولنیزو رسنیو د سمې کارونې غوښتنه کړې ده.

حکومت وايي که په دې برخه کې خلک له احتیاط کار وانخلي نو له ستونزو سره به مخ شي.

باید وویل شي چې تر دې دمخه ډېری هغه کسان نیول شوي چې د سرپرست حکومت په خبره له ټولنیزو رسنیو يي ناسمه استفاده کوله.

Written By
Editor